افغانستانخبرونه

د تورخم لویې لارې د تړل کېدو له امله  ۱۲ میلیونه ډالر زیات اوښتی

( کابل ټيليګراف (کب ۹ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

چارواکي وایي، د تورخم لویې لارې د تړل کېدو له امله دوه اړخیزې سوداګرۍ ته شاوخوا دولس میلیونه ډالر زیان اوښتی دی.

د پاکستان د ګمرک مسؤلینو پرون ویلي، دغه زیان په تېرو پنځه ورځو کې د تورخم لارې د تړل کېدو له امله اوښتی دی.

د تورخم لاره د پاکستان له لورې له تیرو ۶ ورځو راهیسې د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړل شوې ده.

په ورته وخت کې به تورخم کې دواړو غاړو ته بند پاتې مسافرو کابل ټیلیګراف ته وویل، د دغه لارې تړل کېدو له امله له سختو ستونزو سره مخ دي او هیله یې وښوده چې ستونزه حل شي.

طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دغه لارې تړل کېدو دلیل د افغان لورې د یوې پوستې جوړولو له امله د پاکستان غبرګون په ګوته کړی.