
( کابل ټيليګراف (کب ۹ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د چمپنیز ټرافي لوبو په لړ کې ټاکل شوې وه، چې نن د بنګلدېش او پاکستان ترمنځ لوبه ترسره شي، په داسې حال کې چې دواړه لوبډلې په دغه سیالیو کې له مخکې تګ پاتې شوي، خو د باران له امله دغه سیالۍ لغوه شوه.
د دغه سیالیو کوربه لوبډلې پاکستان په دغه لوبو کې په لومړۍ لوبه کې له نیوزیلینډ او دویمه لوبه کې له هندوستان څخه ماتې وخوړه او پخپل کوربتوب له دغه جام څخه له کومې بریا پرته بهر شول.
افغانستان چې تېره ورځ یې انګلستان ته ماتې ورکړې، ټاکل شوې، خپله درېیمه لوبه له اسټرالیا سره سبا د جمعې په ورځ ترسره کړي.