افغانستانخبرونه

طالبانو د پېښور په حقانیه مدرسه کې چاودنه غندلې ده

( کابل ټيليګراف (کب ۱۱ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

طالبانو د پېښور په حقانیه مدرسه کې د تېرې ورځې چاودنه غندلی ده او د پېښې له قربانیانو سره یې خواخوږې ښولې ده.

تېره ورځ د خیبر پښتونخوا په اکوړه خټک کې په حقانیه مدرسه کې د جمعې لمانځه پر مهال چاودنه وشوه چې له امله یې د یادې مدرسې د مشر مولانا حامدالحق په ګډون لږ تر لږه څلورو کسان ووژل شول او تر لس زیات نور ټپیان شول.

طالبانو د یوې اعلامیې په خبرو سره لیکلی: «په ډیره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې په پیښور کې د دارالعلوم حقانیې نائب مهتمم مولانا حامدالحق حقاني صاحب د ظالمانو په یوه چاودنه کې شهید شوی.»

طالبانو د حقاني وژل کېدو د  د علمي حلقو لپاره یوه ستره ضایعه  بللې ده.