افغانستانخبرونه

ذبیح الله مجاهد: امریکا د دوحیې تړون ته ژمن ندی پاتې شوی

( کابل ټيليګراف (کب ۱۰ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د طالبانو امریکا ترمنځ د دوحې تړون د لاسلیک د ۵ کالیزې په مناسبت ویلي، د افغانستان ښه راتلوونکې ته هیله مند یو، خو امریکا د دوحیې د تړون ژمنو ته ژمن ندی پاتې شوی.

هغه د طالبانو تر واک لاندې ملي تلویزیون سره په مرکه کې ویلي، طالبان د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره ډیپلوماتیکي اړیکو د پیاوړتیا په حال کې دي او مسیاسي تعاملات له بېلا بېلو هېوادونو سره پراخیږي، چې دا بهیر به همداسې دوام وکړي.

د طالبانو ویاند همدا راز د دوحې تړون ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د امریکا متحده ایالات په دې تړون کې خپلو ژمنو عملي کولو ته ژمنه نده پاتې شوې.

د یادونې وړده، چې له نن څخه ۵ کاله وړاندې د کب په لسمه د امریکا او طالبانو ترمنځ تړون لاسلیک شو، چې ګڼ شمېر برخې یې لا تر اوسه ګونګي پاتې دي.