افغانستانخبرونه

هلمند کې د «ستا» راډیو په فعالیت پيل وکړ

( کابل ټيليګراف (کب ۱۱ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د طالبانو د بندیزونو سره سره د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د «ستا» په نوم یوې راډیو خپلې خپرونې پیل کړې.

د یادې راډیو مسؤول عبدالرشید هلمند ویلي، د دوی کاري ډله به د ولس غږ په بې پرې توګه خپروي او هغه ډول خپرونې به وړاندې کوي چې خلک ورته اړتیا لري.

ورته مهال، د هلمند د خبریالانو ټولنې مشر وحیدالله وحدت د رسنیو پر ارزښت ټینګار وکړ او ویې ویل چې رسنۍ د حکومت او ولس ترمنځ د پل حیثیت لري نو حکومت ته په کار ده چې د رسنیو ملاتړ وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي چې دا مهال په افغانستان کې ټولټال ۴۷۰ فعالې تصویرې،صوتي او چاپي رسنۍ فعالیت لري.

په افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو را وروسته لسګونه رسنۍ وتړل شوې او لسګونه خبریالانو خپلې دندې هم له لاسه ورکړې او طالبان ورځ په ورځ پر رسنیو بندیزونه زیاتوي.