
( کابل ټيليګراف (کب ۱۱ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
طالبانو د پېښور په حقانیه مدرسه کې د تېرې ورځې چاودنه غندلی ده او د پېښې له قربانیانو سره یې خواخوږې ښولې ده.
تېره ورځ د خیبر پښتونخوا په اکوړه خټک کې په حقانیه مدرسه کې د جمعې لمانځه پر مهال چاودنه وشوه چې له امله یې د یادې مدرسې د مشر مولانا حامدالحق په ګډون لږ تر لږه څلورو کسان ووژل شول او تر لس زیات نور ټپیان شول.
طالبانو د یوې اعلامیې په خبرو سره لیکلی: «په ډیره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې په پیښور کې د دارالعلوم حقانیې نائب مهتمم مولانا حامدالحق حقاني صاحب د ظالمانو په یوه چاودنه کې شهید شوی.»
طالبانو د حقاني وژل کېدو د د علمي حلقو لپاره یوه ستره ضایعه بللې ده.