
( کابل ټيليګراف (کب ۱۱ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د جرمني منتخب لومړي وزیر فریدریش میرز په اوکراین کې د اروپایي ځواکونو د لېږلو په اړه د زیاتېدونکو بحثونو په غبرګون کې ویلي، چې موږ باید د افغانستان له تجربې څخه زده کړه وکړو.
هغه له رسنیو سره په یوه مرکه کې وویل: «موږ زده کړي چې که د وتلو لاره روښانه نه وي، نو جګړې ته باید داخل نه شو.
نوموړي وویل: « موږ باید له افغانستان څخه تجربه ترلاسه کړو او بیا اقدام وکړو.»
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د ولسمشر سره د اوکراین د ولسمشر د لفظي شخړې وروسته ګڼ شمېر اروپایي هېوادونو له اوکراین څخه ملاتړ اعلان کړی.