
( کابل ټيليګراف (کب ۱۱ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
په کونړ کې طالب چاروکي وایي چې د دغه ولایت په دانګام ولسوالۍ کې یو پل جوړ او ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.
د کونړ ولایت د مقام په خبرپاڼه کې راغلي دغه پل د طالبانو د دفاع وزارت په مالي مرسته د دانګام ولسوالۍ په دوبندو سیمه کې جوړ شوی دی.
دی وایي، یاد پل نږدې ۳۱ متره اوږدوالی او شپږ متره پلنوالی لری چې ټولټال پرې څه باندې ۱۸ میلیون افغانۍ لګښت راغلی دی.