
( کابل ټيليګراف (کب ۱۱ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
ایراني رسنۍ وایي، د دغه هېواد د زاهدان ښار په سراوان سیمه کې د افغان کډوالو لیږدونکی موټر چپه شوی، چې له امله یې یو تن مړ او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.
د ایران د زاهدان ولایت د پېښو پر وړاندې د چمتوالي مدیر ویلي، دغه پېښه تېره ورځ رامنځته شوې وه او ټپيان یې د درملنې په موخه روغتون ته لیږدولي دي.
څو ورځې وړاندې هم ایران کې د یوې ترافیکي پېښې به ترڅ کې ۸ افغانان ټپيان شوي وو.