افغانستانخبرونه

د امریکا د مالي مرستو کمښت به د افغانستان پر خلکو پراخ اغېز ولري

( کابل ټيليګراف (کب ۱۱ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوترېش خبرداری ورکړی چې، د امریکا د مالي مرستو کمښت به د افغانستان پر خلکو پراخ اغېز ولري.

ګوترېش ټینګار کړی چې دا پریکړه به له ۹ میلیونه زیاتو کسانو ته د روغتیایي او حمایتي خدماتو لاسرسی محدود کړي او د سلګونو ګرځنده روغتیایي ټیمونو او نورو ضروري خدماتو فعالیتونه وځنډوي.

نوموړي زیاته کړه چې دا کمښت نه یوازې پر حیاتي بشري مرستو اغېز لري، بلکې د جګړو او طبیعي پېښو له زیانمنو ټولنو سره د ملاتړ له پروګرامونو نیولې، تر پرمختیايي نوښتونو، د ترهګرۍ پر ضد مبارزه او د مخدره موادو د قاچاق مخنیوي پورې، ټولې هڅې اغېزمنې کوي.

د ګوترېش په وینا، ملګري ملتونه هر کال په ټوله نړۍ کې له ۱۰۰ ملیونه زیاتو خلکو سره مرسته او ملاتړ یې کوي او د دوی بشردوستانه پروګرامونه غزه، سودان، افغانستان، سوریه، اوکراین او نورې سیمې رانغاړي.