افغانستانخبرونه

کابل کې د ارزو ټلویزیون بېرته د فعالیت اجازه ترلاسه کړه

کابل ټيليګراف، کب ۱۲ – ۱۴۰۳ لمريزکال

د افغانستان د خبریالانو مرکز وایي، په کابل کې د آرزو تلویزیون دفتر، چې ۸۶ ورځې مخکې د استخباراتو او امر بالمعروف ادارې د کارکوونکو له یرغل وروسته تړل شوی و، بېرته د فعالیت اجازه ترلاسه کړه او پرانستل شو.

خبرپاڼه کې د افغانستان د خبریالانو مرکز، د آرزو تلویزیون د دفتر له بیا پرانیستل کېدو هرکلی کړی خو ویلي یې دي چې په یاده موده کې یې تړل د ازادو رسنیو د حقونو څخه ښکاره سرغړونه بولي، چې باید نه وای ترسره شوی.

د آرزو تلویزیون رئیس، بصیر عابد، د افغانستان د خبریالانو مرکز ته ویلي، چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له موافقې وروسته، نن سهار شاوخوا ۱۱ بجې د یاد تلویزیون له دفتره رسماً مهر او لاک لرې شو او د کارکوونکو په شتون کې یې فعالیت بېرته پيل شو.

د استخباراتو او د امر بالمعروف ادارې کارکوونکو، د روان کال د لیندۍ پر ۱۴مه، د کابل په کارته۳ سیمه کې د آرزو تلویزیون پر دفتر یرغل وکړ، د دې رسنۍ له کارکوونکو سره یې د ناسم چلند ترڅنګ د برېښنایي اسنادو ذخیره کولو وسایل او کمپیوټرونه ضبط کړل، دفتر یې وتاړه او اووه تنه کارکوونکي یې ونیول.

نن د آرزو تلویزیون رئیس د افغانستان د خبریالانو مرکز ته ویلي چې محکمې د تلویزیون د کارکوونکو بې‌ګناهي تایید کړې او د فعالیت پر دوام یې کومه ستونزه نشته. نوموړي همداراز وویل، چې د تلویزیون د بیا پرانیستل کېدو لپاره کوم ځانګړي شرایط نه دي مطرح شوي.

د آرزو تلویزیون د ۱۳۸۵ کال د تلې میاشتې په پیل کې د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې جوړ او پرانیستل شو. دغه تلویزیون بیا د ۱۳۸۸ کال د مرغومې میاشتې په پیل کې په کابل کې خپل دفتر پرانیست چې د خبرونو جوړولو او خپرونو، تولید او دوبلې لپاره د ځانګړې سټوډیو درلودونکی وه. په دې اسټیډیو کې د ژویو مستند راپورونه او د ترکیې هېواد له لوري جوړ شوي «اسلامي سریالونه» په فارسي ژبه دوبله او خپرېدل.