افغانستانخبرونه

د طالبانو ویاند: په افغانستان کې پاتې شوي امریکايي تجهیزاتو جنګي غنیمت دي

( کابل ټيليګراف (کب ۱۲ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، په افغانستان کې له طالبانو پاتې شوي وسلې او تجهیزات جنګي غنیمت دی.

نوموړي د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ غوښتي، چې د افغانستان په اړه له احساساتي خبرو ډډه وکړي او د دغه هېواد په اړه بشپړ معلومات وکړي.

ذبیح الله مجاهد په بګرام اډه کې د چینایانو شتون هم رد کړ او ویلي، چې دغه اډه د دوی په واک کې ده.

مجاهد له ازبکستان څخه هم غوښتي چې د افغانستان پاتې هلیکوپټرې دوی ته وسپاري.

هغه زیاته کړې چې یو شمېر هېوادونه د امریکا له امله د طالبانو سره خپلې اړیکې په رسمي ډول نه دي اعلان کړي، خو له دې ډلې سره په اړیکه کې دي، خو هغه د دغو هېوادونو نومونه نه دي په ډاګه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو ویناوو کې درې ځله په افغانستان کې پاتې شویو وسلو ته اشاره کړې او ټینګار یې کړی، چې بیرته به یې تر لاسه کړي.