خبرونهنړۍ

شمالي وزیرستان کې ځآنمرګي برید لس پاکستاني سرتیرو ته مرګ ژوبله اړولې

( کابل ټيليګراف (کب ۱۲ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

را پورونه وایي، د شمالي وزیرستان په عیدک کلي کې پرون ماښام د یوه ځآنمرګي برید له امله دوه پاکستاني سرتیري وژل شوي او د دوه ملکي وګړو په ګډون لس نور ټپيان شوي دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې؛ ځآنمرګي بریدګر د پاکستاني نظامیانو په هغه موټر برید وکړ، چې په سیمه کې په ګزمه بوخت وو، چې په ترڅ کې موټر هم په بشپړ ډول ویجاړ شوی دی.

د خیبر پښتونخوا چارواکو ویلي چې د پېښې قربانیان روغتون ته لېږدول شوي او په سیمه کې د وسله والو مخالفینو د موندلو په موخه عملیات پیل شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د تیر په پرتله د جنورۍ په میاشت کې په خیبرپښتونخوا کې پېښو کې څلور پنځوس سلنه زیاتوالی راغلی.