افغانستانخبرونه

د ایران او افغانستان سوداګرۍ کچه لوړه شوې

( کابل ټيليګراف (کب ۱۲ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د ایران د خراسان رضوي د سوداګرۍ بورډ وایي، په دې وروستیو کې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ کچه لوړه شوې ده.

د دغه بورډ غړی محمد امتي وایي، هره ورځ د ایران او افغانستان ترمنځ د ۲ زرو څخه زیات باروړونکې موټرې د سوداګریزو توکو تبادله کوي.

نوموړي زیاته کړه، دا تبادلې په عمده توګه د ایران او افغانستان د درېیو ګډو پولو او د ترکمنستان د یوې پولې له لارې ترسره کېږي.

د هغه په وینا د ایران د سوداګریزو بار وړونکو موټرو ۸۰ سلنه یې د ځمکني ترانسپورټ، چې د منځنۍ آسیا هېوادونو ته ځي، د افغانستان له ګډو پولو څخه تېرېږي.

افغانستان په سیمه‌ییزه سوداګرۍ کې د یوه ستراتیژیک لویې لارې په توګه ځآنګړی اهمیت لري.