
کابل ټيليګراف، کب ۱۳ – ۱۴۰۳ لمريزکال
د خوړو نړۍوال پرواګرم وايي، چې جاپان په افغانستان کې له لوږې او خوارځواکۍ سره د مبارزې لپاره له دغه بنسټ سره ۷ مېلیونه ډالره مرسته کړې ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د مرستو دغه کڅوړه په افغانستان کې، د خوړو د بیړنیو مرستو د ملاتړ، د خوارځواکۍ د مخنیوي او د ښوونځیو د خوراکي پروګرامونو د پیاوړتیا په برخو کې لګول کېږي.
د دغه بنسټ په وینا، نږدې ۳۰ زره کورنۍ چې څه باندې ۲۰۰ زره تنه کېږي، د درې میاشتو لپاره به له دغو خوراکي مرستو ګټه پورته کړي.
سرچېنې لیکلي چې جاپان له ۲۰۲۱ کال را پدیخوا ۹۳ میلیون امریکایي ډالره مرسته له افغانستان سره کړې ده.