افغانستانخبرونه

عبدالرب رسول سیاف تهران ته د درملنې په موخه تللی

( کابل ټيليګراف (کب ۱۳ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغانستان جهادي او سیاسي مشر عبدالرب رسول سیاف تهران ته یواځې د درملنې په موخه سفر کړی دی.

د دغه وزارت ویاند اسماعیل بقایي نن دوشنبه د یوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال د خبریالانو د پوښتنې په ځواب کې وویل: هغه کسان چې ایران ته سفر کوي، کومه حیرانوونکي خبره نده، ځکه افغانستان یوه متنوعه ټولنه ده او بېلا بېل سیاسي او نور شخیتونه لري.

هغه زیاته کړه، تر هغې چې زه خبر یم، هغه شخص چې ورته اشاره وشوه، د درملنې په موخه تهران ته راغلی دی.

تر دې وړاندې د عبدالرب رسول سیاف زوی هم ویلي وو، چې پلار یې له هند څخه ایران ته د درملنې په موخه تللی.