
( کابل ټيليګراف (کب ۱۳ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) اعلان کړی چې سږکال په افغانستان کې ۱۲ میلیونه ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري.
د یونیسف په وینا، دا احصایې د ټولنې تر ټولو زیان منونکو برخو سره د مرستې لپاره د دوامداره ملاتړ اهمیت په ګوته کوي.
پردې سربېره، د اقلیم بدلون او طبیعي پیښو په ټول افغانستان کې بشري بحرانونه لا پسې زیات کړي او د خلکو د ژوند شرایط یې نور هم کړکیچن کړي دي.
ملګرو ملتونو هم ویلي دي چې د افغانستان لپاره د بودیجې له کمي سره مخ دي.
تېر کال، دې نړیوال سازمان ویلي وو چې د افغانستان لپاره یې درې میلیارده ډالر په نظر کې نیولي خو یوازې ۲۵ سلنه یې تامین شوې دي.
تېر کال ۲۳ میلیونه افغانانو بشري مرستو ته اړتیا درلوده، چې له دې ډلې ۱۷ میلیونه له نړیوالو مرستو څخه بې برخې شول.