افغانستانخبرونه

طالبان: ۴۷ افغانان په پاکستان کې له بندخونو ازاد شول

( کابل ټيليګراف (کب ۱۳ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د طالبانو د کډوالو او بېرته را ستنیدونکو چارو وزارت وایي، د پاکستان له بندخونو څخه یې ۴۷ تنه افغان کډوال ازاد کړي دي.

دغه وزارت پخپل ایکس پاڼه ویلي، چې یاد کسان تېره ورځ هېواد ته را ستانه شوي دي.

ویل کیږي، یاد کسان د قانوني اسنادو د نه درلودلو له امله د ۴۵ ورځو لپاره د پاکستان به بند خونو کې بندیان وو، چې د سپین بولدک له لارې له را ستنیدو وروسته ورسره بشري مرستې ترسره او خپلو کورونو ته لیږل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ اړیکې تر بل هر وخت ترینګلي ښکاري.