افغانستانخبرونه

جوزجان کې د یوه زاړه ماین چاودنې یو کس وژلی

کابل ټيليګراف، کب ۱۴ – ۱۴۰۳ لمريزکال

په جوزجان کې د طالبانو امنیه قومانداني وایي، په دغه ولایت د یوه زاړه ماین چاودنې له امله یو تن وژل شوی دی.

د جوزجان امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه د مردیان ولسوالۍ په ګیلدي کلي کې شوې ده.

سرچېنې لیکلي چې په دغه پېښه کې یو کروندګر چې په خپله ځمکه کې په کار بوخت و، وژل شوی دی.

تر دې مخکې هم په بېلابېلو ولایتونو کې د زړو ماینونو چاودنو له خلکو ژوند اخېستې دی.