خبرونهنړۍ

د فلسطین جګړه؛ تر اوسه نږدې ۱۳ زره ښوونکي او زده کوونکي وژل شوی

کابل ټيليګراف  (کب ۱۴ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د فلسطین د ښوونې او روزنې وزارت د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې د څه باندې ۱۲ زره فلسطیني زده کوونکو او ۵۶۹ ښوونکو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د دغه را پور له مخې؛ په دغه جګړه کې ۱۲ زره څلور سوه او ۶۷ زده کوونکو د وژل کېدو ترڅنګ شل زره ۳۱۱ نور ټپیان شوي هم دي.

په را پور کې ویل شوي، د دغه جګړې له امله تر اوسه ۱۱۱ ښوونځي بشپړ ویجاړ شوي دي او او ۲۴۱ نور زیانمن شوي دي.

د فلسطین د ښوونې او روزنې وزارت وایي، په غزه کې د جګړې له امله د پوهنتونو ۵۱ ودانۍ به بشپړ ډول ویجاړې او ۵۷ نورې زیانمنې شوي دي.

د دې جنګ له پیل راهیسې په غزه کې ۴۹ زره او ۳۹۷ فلسطینیان شهیدان شوي او ۱۱۱ زره ۸۲۴ تنه نور ټپیان شوي دي.