خبرونهنړۍ

داځل یو جرمني اتباع د موټر خیژولو پېښه کې ۲۷ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

کابل ټيليګراف  (کب ۱۴ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د جرمني په لوېدیځ ښار مانهایم کې پرون یو تن د خلکو په ګڼې ګوڼې موټر ور وخیژو، چې له امله یې دوه تنه مړه او ۲۵ نور ټپيان شول.

د پولیسو ویاند سټیفن ویلهیم وویل چې یو موټر چلوونکي په مانهایم کې د پراډیپلاټز په سړک، چې د پیاده تګ لپاره یوه کوڅه ده، د خلکو په ګڼې ګوڼې د  موټر سره برید وکړ.

په مانهایم کې پراډپلاټز، د ښار په مرکزي سیمه کې یو لوی چوک دی چې  د پیاده تګ کوڅې په پای کې موقعیت لري.

مانهایم ښار  چې ۳۲۶،۰۰۰ نفوس لري ، د فرانکفورت څخه ۸۵ کیلومتره (۵۲ میله) جنوب کې موقعیت لري.