
کابل ټيليګراف، کب ۱۵ – ۱۴۰۳ لمريزکال
د طالبانو مشر په یوه تازه حکم کې د جوماتونو د برېښنا لګښتونه معاف کړل.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «د مسجدونو د برق لښګتونه معاف دي، اړونده امارتي ادارې دي، په اینده کې د یادو لښګتونو د تادیې غوښتنه نه کوي، البته دقیقه څارنه دې کیږي، ترڅو د مسجدونو برق په نورو ځایونو کې استعمال نه شي.»
د یادونې ده چې طالبانو تر دې مخکې د هر جومات د برېښنا لګښت له خلکو را ټولوه چې خلک یې له ستونزو سره هم مخ کړي وو.