
کابل ټيليګراف، کب ۱۵ – ۱۴۰۳ لمريزکال
ځایي سرچېنې وایي چې تورخم کې نن له غرمې مخکې یو ځل بیا د طالبانو او پاکستاني ځواکونو نښته پيل شوې او لا هم دوام لري.
یوې باوري سرچېنې کابل ټیلیګراف ته وویل چې دغه نښته نن له غرمې لس بجې پیل شوې او تر اوسه (درې بجې) هم دوام لري.
دا په داسې حال کې ده چې په تېره یوه اونۍ کې دا پنځم ځل دی چې طالبان او پاکستاني ځواکونه سره نښته کوي او له شاوخوا ۱۲ ورځو راهېسې پاکستان د تورخم لار هم د هر ډول تګ او راتګ لپاره تړلې ده.