افغانستانخبرونه

په ویزه لرونکو افغانانو امریکا ته د تګ بندیز

( کابل ټيليګراف (کب ۱۵ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

امریکا ته د افغانانو د لېږد د یو بنسټ مشر شان وینډایور په خپل ایکس پاڼه لیکلي چې تر راتلونکې اونۍ پورې په هغې افغانانو د تګ بندیز لګیږي چې د امریکا ویزې ولري.

نوموړي ویلي تراوسه پورې بشپړ معلومات په لاس نه دي ورغلي خو د امریکا د بهرنیو چارو له وزارت دننه یې دا معلومات ترلاسه کړي دي.

 شان وینډایور له هغې افغانانو  چې د امریکا ویزې په لاس لري غوښتي چې بیرته دې ژر ته ژر امریکا ته ساتنه شي تر څو د بندیز وړاندې په نورو هیوادونو کې بند پاتې نشي.

دغه خبر په داسې حال کې ورکول کیږي چې  د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل کار په لومړیو شپو کې امریکا ته د افغانانو په انتقال یې بندیزو ولګاوه او د افغانانو د ایستلو د دفترونو د تړلو خبر یې ورکړپه داسې حال چې زرګونه افغانان په نورو هېوادونو کې امریکا ته د تګ لپاره لا هم شپې او ورځې سبا کوي>