کابل ټیلیګراف

په چمپینزټرافۍ یا اتلانو جام سیالیو کې د پاکستان کوربتوب له پایلوبې مخکې پای ته رسېیږي.

( کابل ټيليګراف (کب ۱۵ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

دغه سیالۍ چې د تېرې فبروۍ میاشتې په ۱۹ نېټه په پاکستان او دوبۍ کې د اتو لوبډلو په ګډون پیل شوې وې هندۍ لوبډلې د دې سیالیو لپاره پاکستان له ورتګ انکار وکړاو د کوربه پاکستان په ګډون ټول مقابلې لوبډلې به دسیالیو لپاره دوبۍ ته ورتللې چې اوس پایلوبې ته په تلو سره یې پایلوبه هم پاکستان کې نه ترسره کیږي.

هندۍ لوبډلې په نیمه پایلوبه کې استرالیا لوبډلې ته په څلورو ویکټو ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لار پیدا کړه.

همدارنګه په دویمه نیمه پایلوبه کې بیا نیوزیلنډ لوبډلې په افریقا لوبډلې برلاسې شوه او اتلانو جام سیالیو کې د دویمې لوبډلې په توګه پایلوبې ته لاړه

د کرکټ د یو شمېر څارونکو په وینا له یو لوري د هندوستان نفوذ د کرکټ په نړیوالې شورا او بل لور ته د پاکستان وضعیت هلته د هندۍ لوبډلې نه ورتګ یقیني کړ.

د اتلانو جام سیالۍ چې د افغانستان په ګډون پکې اتو لوبډلو برخه اخیستې وه

چې پاکستان او بنګلادېش لوبډلو پکې بغیر له کومې بریا خپل سفر پای ته ورساوه په داسې حال کې چې پاکستان هم د دې سیالیو کوربه و او هم یې له خپلې اتلولۍ دفاع کوله

بل لوري افغان لوبډلې د یو ماتې او یوې بریا سره په یاد جام کې تر مخکې تګ پاتې شوه

د یادونې وړ ده چې د اتلانو جام سیالیو پایلوبه به د روانۍ مارچ میاشتې په نهمه نېټه ترسره شي.

د هند او نیوزیلنډ لوبډلو ترمنځ د اتلانو جام سیالیو پایلوبه په دوبۍ کې ترسره کیږي.