افغانستانخبرونه

د کابل په مېدان هوايي کې د ۲۰۲۱ کال د برید د طراح عکسونه خپاره شول

( کابل ټيليګراف (کب ۱۶ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د امریکا د فدرال تحقیقاتي ادارې [اف بي آی] مشر کیش پټیل په خپل ایکس پاڼه یو تصویر خپور کړی چې پکې یو تن د دوه امریکا يي عسکر له لوري له لاسونو نیول شوی چې ویل کیږي یاد کس محمد شریف نومیږي او په ۲۰۲۱ کال کې د کابل د هوايي میدان د برید اصلي طراح و هغه پېښه چې ۱۳ امریکا او ۱۷۰ افغان وګړي پکې ووژل شول

پټيل  د یاد عکس په نشر کولو سره ویلي چې محمد شریف یې امریکا ته انتقال کړی او ژر به یې محکمې ته وړاندې کړي.

که څه هم د داعش ډالۍ تر دا مهاله پورې د محمد شریف د نیولو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی خو هغه مهال د کابل د میدان هوايي د برید مسولیت د داعش ولسوالۍ ډلې منلې و

دغې موضوع وروسته تر هغې په رسنیو او ټولنیزو رسینو کې ډیر زور واخیست چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د محمد شریف د نیول په پار له پاکستان مننه وکړه چې د ده په نیولو کې یې ورسره مرسته وکړه.