سينما

سلمان خان د خپل نوي فلم سکندر سندره په خپل فیسبوک خپره کړې

( کابل ټيليګراف (کب ۱۶ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

سلمان خان په خپل فیسبوک پاڼه د سنکدر فلم سندره خپره کړې چې د مینوالو د بیلابیلو غبرګونونو سره مخ شوی دی.په دې فلم کې سلمان خان د رشمیکا مندانا سره مرکز رول لوبولی چې د بالیوډ د مینولو سر له اوسه بیلابیلې تبصرې پرې خپرې کړي دي.

که څه هم د سلماخان زیاتره مینه والو ویلي چې په اختر کې د یاد فلم لیدو ته بې صبرانه په انتظار دي خو تر څنګ یې یو شمیر نورو بیا نیوکه پرې کړې چې د فلم د هلک او جلۍ د عمر ترمنځ ډير تفاوت ښآيي دا فلم ناکام کړي.

سلماخان چې په بالیوډ کې ډیر کامیاب فلمونه لري دا ځل یې په لومړي ځل له ۲۹ کلنې رشمیکا مندنان سره فلم په اختر کې په سیمنا خپریږي، چې خپله اوسمهال ۵۹ کاله عمر لري، او حتآ د رشمیکا له پلار هم نوموړی دری کال مشر دی

رشمیکا مندانا په بالیوډ کې ډیر کم فلمونه لري هغې لومړيو کې یې په تمیل او تیلګو فلمونو کې کار کاوه.

خو د رنبیر کپور سره په انیمل فلم کې تر کامیاب رول وروسته اوس د بالیوډ سیمنا کې هم تر ډيره د فلمونو وړاندیز ورته کیږي، چې راتلونکی فلم یې سنکدر د سلماخان سره دی.

ویل کیږي چې د دې فلم لپاره ټوله ۴۰۰ کروړه هندۍ کلدارې بودیجه ځانګړې شوې.