
کابل ټيليګراف، کب ۱۶ – ۱۴۰۳ لمريزکال
په کابل کې د ایران سفیر د طالبانو د ټولګټو وزارت سرپرست له سرپرست سره په لېدنه کې ویلي، هېواد یې په افغانستان کې خپل نیمګړې رغنیزې پروژې بېرته پیلوي.
د طالبانو د ټولګټو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا محمدعیسی ثاني په کابل کې د ایران سفیر علیرضا بیګدلي سره وکتل.
خبرپاڼه کې راغلي، له دغو پروژه یوه پروژه د فراه ولایت د ابونصر فراهي (میل ۷۸) سړک دی چې چارې د ایران هېواد له لوري پیل شوې وې او بیا د بېلابېلو عواملو له امله وځنډېدلې.
د ایران سفیر ژمنه وکړه چې له دغه وزارت سره په همغږۍ سره به د یاد سړک رغنیزې چارې د اتو میاشتو په جریان کې بشپړې او د ټولګټو وزارت ته وسپاري.
هغه دغه راز د زرنج مرزي په سیمه کې د یوه پل، د میدان ښار – بامیان سړک پروژو د بیا پیل په اړه هم خبرې کړي دي.