افغانستانخبرونه

د بښنې نړیوال سازمان افغانستان کې د زده کړو د یوه فعال خوشې کېدو غوښتنه کړې

کابل ټيليګراف، کب ۱۵ – ۱۴۰۳ لمريزکال

د بښنې نړیوال سازمان وایي، طالبانو تېره اونۍ په کابل کې د زده کړو یو فعال وزیرخان نیولی او غوښتنه یې کړې چې هغه دې ژر تر ژره بېرته خوشې شي.

د بښنې نړیوال سازمان په یوه اعلامیه کې لیکلي چې تېره اونۍ د طالبانو د استخباراتو د ریاست د څلورو کارکوونکو له خوا کابل کې نیول شوی دی

یاد سازمان غوښتنه کړې چې هغه دې ژر تر ژره بېرته خوشې شي.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې ددې سره سره چې طالبانو په رسمي ډول ښځې او نجونې له زده کړو منع کړي دي، خو وزیر خان په سوله ییز ډول په افغانستان کې د نجونو او هلکانو د زده کړو د ودې لپاره هڅې کولې.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.

د طالبانو دغه کار په وار وار په کور دننه او بهر غندلی شوی دی.