افغانستانخبرونه

طالبانو د جاپان له شارژدافیر سره د روغتیایي همکاریو په اړه خبرې کړي

کابل ټيليګراف، کب ۱۶ – ۱۴۰۳ لمريزکال

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت مرستیال په کابل کې د جاپان هېواد له شارژدافیر سره په لېدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغتیا په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې کړي دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت مالي او اداري چارو مرستیال، ملا بخت الرحمن شرافت په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د جاپان له شارژدافیر، میکیو ایزاوا سره د روغتیا برخه کې پر دوه اړخیزو همکاریو ناسته ترسره کړه.

خبرپاڼه کې راغلي، شرافت د روغتیا برخه کې د جاپان هېواد له اوسنیو همکاریو څخه د مننې ترڅنګ د روغتیايي برخې پیاوړتیا په موخه له یاد هېواد د دوامداره همکاریو او دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا غوښتنونکی شو.

یاد وزارت لیکلي، بل لور د جاپان شارژدافیر د روغتیا برخه کې پر دوه اړخیزو اړیکو خوښي څرګنده او دې برخه کې یې د لا زیاتې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.