
( کابل ټيليګراف (کب ۱۶ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
له امریکا سره په ګډه هوایي مانوره کې د جنوبي کوریا یوې جیټ الوتکه د خلګو کورونه بمبار کړی
تېره ورځ د جنوبي کوریا او د امریکا د هوایي ځواکونو تر مینځ ګډه مانوره کې د جنوبي کوریا یوه جیټ الوتکه په یوې کلې باندې د اتو بمونو په غورځولو سره، ګڼ شمېر ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د ګاردین له راپور سره سم، د جنوبي کوریا هوایي ځواکونو په یوه اعلامیه کې د بخښنې د غوښتلو په ترڅ کې ویلي چي د کی اف ۱۶ جیټ الوتکې له لورې په ناپامي کې، اته مارک ۸۲ بمونه له ټاکل شوې سیمې نه بهر غورځېدلې دي.
بمونه د پوچئون په نامه پر یوې سیمې غورځېدلې دي چي د شمالي کوریا له سرحد سره، ۲۵ کیلومټره واټن لري.
د جنوبی کوریا د اوروژنې ملې اداره ویلي چي په دې پېښه کې ۷ کسان ژوبل شوي دي چې د څلورو کسانو حالات ډېر نازک دی.
غورځېدلې بمونه په یوه کلیسا او څو ملکي کورونو باندې پرېوتي دي.