افغانستانخبرونه

احتمال لري چې د افغانستان د اتباعو سفرونه متحده ایالاتو ته منع شي

( کابل ټيليګراف (کب ۱۶ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د «افغان اواک» ایتلاف، چې د امریکا متحده ایالاتونو ته د افغان  اتباعو د لېږدولو په موخه فعالیت کوي، وايي چې ښايي د افغانستان د اتباعو سفرونه متحده ایالاتو ته، ان د ویزې او سفري اسنادو د لرلو سره سره، منع شي.

دغه ایتلاف پرون پخپل ایکس پاڼه کې لیکلي چې دوی د متحده ایالاتو د دولتي سرچینو څخه اورېدلي چې احتمالاً دا بندیز به د راتلونکې اوونۍ څخه پر افغان اتباعو او د یو شمېر نورو هېوادونو پر اتباعو پلي شي.

د ټرمپ له واکمنیدو سره هغه پروسه هم په ټپه ولاړه شوې، چې افغان کډوال یې امریکا متحده ایالاتونو ته لیږدول.