افغانستانخبرونه

طالبان: سږ کال مو له عربستانه د ۳۰ زره حاجیانو سهیمه اخېستې ده

کابل ټيليګراف، کب ۱۶ – ۱۴۰۳ لمريزکال

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي، د ۱۴۰۴ هـ ش کال کې له سعودي عربستان څخه د افغانستان لپاره، ۳۰ زره د حج سهمیه اخیستل شوې او د لازیاتې سهمیې اخیستلو  لپاره جدي هڅې روانې دي.

د طالبانو د حج وزیر نورمحمد ثاقب نن کابل کې یوې غونډې ته وویل، ترلاسه شوې سهمیه په شفاف او عادلانه ډول په ټول هېواد کې د حج پر متقاضیانو وېشل شوې ده.

هغه وویل، حاجیانو ته د حج مناسکو د ښوونې په موخه، مرکز او لایتونو کې له علماوو څخه ازموینه اخیستل شوې او بریالي کسان به د معلمینو په توګه له هغوی سره یو ځای سعودي عربستان ته ولېږل شي.

دی وایي، سعودي عربستان ته د حاجیانو د لېږد او رالېږد لپاره، له اریانا افغان او کام ایر خصوصي شرکتونو سره قراردادونه لاسلیک شوي دي.

ثاقب وایي، افغان حاجیانو ته د لا اسانتیا په موخه، د حنفي مذهب مطابق د حج لارښود کتابونه په پښتو او دري ژبو چاپ شوی دی.

د ده په خبره، سعودي عربستان ته د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د لېږل شوي پلاوي له لوري د حاجیانو لپاره د استوګنې، خوړو، ترانسپورت او نورو برخو کې اړین قراردادونه په وخت ترسره شوي دي.

د طالبانو د حج وزیر دغه راز وویل چې سږ د هر حاجي لګښت شاوخوا ۲۸۰ زره افغانۍ راځي.