خبرونهنړۍ

اوکراین ته نظامي مرستې درول د جګړې د بندیدو سره مرسته کوي

( کابل ټيليګراف (کب ۱۶ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف،وایي،  د متحده ايالاتو له خوا اوکراين ته پوځي مرستې ځنډول کولای شي، په اوکراين کې د جګړې سمدستي بندېدو سره مرسته وکړي.

هغه زیاته کړې، د فرانسې د ولسمشر مکرون څرګندونې د اوکراين او روسيې په اړه تاوتريخوالی زياتوونکي او د روسيې لپاره ګواښ دي.

د هغه په وینا روسيه د اوکراين د شخړې د حل په اړه د صادقانه خبرو اترو لپاره چمتو ده.

لاروف وایي، په اوکراين کې د بهرنيو سوله ساتو ځواکونو د ځای پر ځای کولو په اړه، د جوړجاړي لپاره هېڅ ځای نشته.

دغه روسیي چارواکي وایي،  روسيه په اوکراين کې د اروپايي ځواکونو شتون د ناټو د ځواکونو په توګه ګڼي.