
( کابل ټيليګراف (کب ۱۷ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د غزې په تړانګه کې د یو شمېر نورو فلسطیني شهیدانو د جسدونو په موندلو سره، د اسرائیلو له لورې په دې سیمه کې د جګړې د قربانیانو شمېر نور هم زیات شو.
د فلسطین د روغتیا وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان وکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۶ نورو فلسطیني شهیدانو جسدونه له کنډوالو څخه را ایستل شوي او د اسرائیلو د یرغلونو په پایله کې ۷ نور کسان ټپیان شوي او روغتون ته انتقال شوي دي.
د دې راپور له مخې، په دې توګه د غزې د جګړې د قربانیانو شمېر ۴۸ زره او ۴۴۶ ته او د ټپیانو شمېر ۱۱۱ زره او ۸۵۲ ته ورسېد.
دې وزارت زیاته کړه چې لا هم ګڼ شمېر شهیدان د کنډوالو لاندې دي چې د مرسته کوونکو لپاره په اوسني وضعیت کې یې را ایستل نا ممکن شوي دي.
فلسطیني سرچینې اټکل کوي چې شاوخوا ۱۰ زره نور شهیدان د غزې په تړانګه کې د کنډوالو لاندې دي.
د یو بل خبر له مخې؛ د افریقایي سویل د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د اسرائیلو د رژیم له خوا د غزې تړانګې ته د بشري مرستو د ننوتلو مخنیوی او د سرحدي دروازو تړل غندلي او دا یې د نړیوالو بشري قوانینو نقض بللی دی.