
( کابل ټيليګراف (کب ۱۷ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د پاناما ولسمشر «خوزه رائول مولینو» د امریکا د ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» هغه ادعا رد کړه چې واشنګټن د پاناما کانال د کنټرول د بېرته اخیستلو پروسه پیل کړې ده.
هغه وویل: ټرمپ دروغجن دی.
مولینو د چهارشنبې په ورځ په ایکس ټولنیزې شبکې کې ولیکل: ټرمپ یو ځل بیا دروغ وایي او د پاناما کانال د بېرته اخیستلو په هیڅ ډول پروسه کې شتون نلري.
د یو بل خبر له مخې؛ د ورمونت ایالت نه د امریکا خپلواک سناتور «برني سندرز» ، په کانګرس کې د امریکا د ولسمشر ټرمپ د وینا په غبرګون کې وویل: هغه د ملت پر وړاندې «د دروغو یوه ډله» ده.
سندرز وویل: «د ټرمپ اداره د میلیاردرانو او شتمنو په محاصره کې ده او د هغه اداره عامو خلکو او کارګرې طبقې ته لږ پاملرنه کوي.»
په ورته وخت کې د تایوان د بهرنیو چارو مرستیال دفتر اعلان وکړ چې دا ټاپو د امریکا سره د نږدې امنیتي اړیکو د رامنځته کولو لپاره له دې هېواد نه نورې وسلې اخیستل غواړي.
د یو بل خبر له مخې؛ د یمن د عالي سیاسي شورا غړي، محمد علی الحوثی، د امریکا د هغه پرېکړې په غبرګون کې چې انصارالله یې د ترهګرو سازمانونو په لیست کې شامل کړ، وویل چې د ترهګرۍ صفت د امریکا لپاره مناسب دی، په داسې حال کې چې یمنیانو ته د غزې په ملاتړ کې عملیات په بشپړه توګه مشروع دي.
الحوثی زیاته کړه چې د غزې لپاره د مرستو مخنیوی او د سولې تړونونو ناکامول د امریکا ترهګري ده.