افغانستانخبرونه

۱۲ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو را خوشې شول

په کراچۍ کې د طالبانو سرکونسل وایي، ۱۲ افغان کډوال د پاکستان د سند ایالت له زندانونو را خوشې او هېواد ته را ستانه شول.

کراچۍ کې د طالبانو سرکونسل عبدالجبار تخاري په ېوه خپره شوې وېډیو کې ویلی، ۱۲ افغان کډوال د پاکستان د سند ایالت له بېلابېلو زندانونو ازاد او د سپین بولدک له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي.

ده ویلي، د ناقانونه افغان کډوالو د ایستلو په تړاو د پاکستان د حکومت د اعلان سربېره هم افغانان په سند کې له هیڅ راز ستونزو سره مخ نه دي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان له په خپل هېواد کې له افغان کډوالو سره زور زیاتی زیات کړي او هره ورځ لسګونه کورنۍ له خپل هېواد وباسي.