
( کابل ټيليګراف (کب ۱۸ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د ملګرو ملتونو سازمان یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې پر ښځو او نجونو لګول شوي محدودیتونه لرې کړي .
د ملګرو ملتونو سازمان د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) په افغانستان کې د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت له طالبانو غوښتي چې هغه محدودیتونه لرې کړي چې ښځې او نجونې یې له خپلو بنسټیزو حقونو محرومې کړې دي.
د یوناما په اعلامیه کې راغلي چې په افغانستان کې ښځې او نجونې په منظمه توګه د خپلو حقونو، په تېره بیا د زدهکړې، کار او ټولنیز ژوند په برخو کې محرومې شوې دي.
یوناما ویلي چې دا محدودیتونه نه یوازې د بشري حقونو څخه سرغړونه ده، بلکې د افغانستان پرمختګ ته هم خنډ جوړوي او د میلیونونو انسانانو ترمنځ د فقر او انزوا د پراخېدو لامل کېږي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې رزا اوتنبایوا ویلي چې دا سازمان د افغانستان د ښځو او نجونو سره په بشپړ ملاتړ کې ولاړ دی او د ښځو د ټولنیز ژوند څخه د دوامداره محوه کېدو په غندنه کې متحد پاتې دی.
د یوناما مشرې زیاته کړې چې د ښځو د زدهکړې او کار په برخو کې د حقونو بېرته ورکول به د دوی په ژوند او چاپېریال کې بدلون راولي او همدارنګه به د افغانستان راتلونکی بدل کړي، چې له دې څخه به ټول ګټه پورته کړي.
د یادونې وړده، چې واک ته د طالبانو د رسیدو وروسته په افغانستان کې د نجونو په زده کړو او ښځو په هر ډول فعالیت بندیز لګول شوی.