افغانستانخبرونه

نصیر فایق: په ایران او پاکستان کې د افغان مهاجرو حالت د اندېښنې وړ دی

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي نصیر احمد فایق، په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت “جدي” بللی او ویلي یې دي چې په دغه هیوادنو کې میشت افغانان له زده کړو او روغتیایي خدماتو یې برخي دي.

دغه خبرې نصیر احمد فایق تیره ورځ د ملګرو ملتونو د درېیمې کمېټې په غونډه کې کړي دي، نوموړي همدا راز ویلي چې دواړه هیوادونه پاکستان او ایران افغانان له قانوني اسنادو سربیره له خپل هیواده اوباسي.

نوموړي په بیا میشتیدنې، د کډوالو د حقونو په پیاوړتیا او افغانستان ته د کډوالو د راستنیدو د پروګرامونو په مالي ملاتړ ټینګار وکړ.

په دې ورستیو کې پاکستان او په تیره ایران د افغان مهاجرو د بېرته ستنولو چارې چټکې کړي دي، ایراني چارواکو ویلې چې د روان کال تر پایه به تر یو میلیو زیات افغانان له خپلې خاورې اوباسي.