افغانستانخبرونه

زابل کې د ځمکې پر سر شخړه؛ پلار او دوه زامن وژل شوي

( کابل ټيليګراف (کب ۱۸ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د زابل ولایت په میزاني ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پرسر شخړې له امله د یوې کورنۍ درې تنه چې پلار او دوه یې زامن دي وژل شوي دي.

سرچینې وایي، دغه شخړه دوه ورځې وړاندې د یادې ولسوالۍ په ارغسو سیمه کې رامنځته شوې ده، چې د پېښې وروسته طالبانو په سیمه کې اته تنه نیولي، خو خپله طالبانو په دې اړه لا څه ندي ویلي.

تر دې وړاندې هم په سویلي ولایتونو کې د ځمکو او څر ځایونو پرسر شخړو له امله ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.