افغانستانخبرونه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا سبا د افغانستان په اړه غونډه ترسره کوي

کابل ټيليګراف، کب ۱۹ – ۱۴۰۳ لمريزکال

رزا اوتنبایوا سبا د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه خپل راپور وړاندې کوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتریش په خپل وروستي راپور کې ویلي چې که څه هم په افغانستان کې د تېرو درېیو کلونو جګړه پای ته رسېدلې، خو د هېواد اقتصادي وضعیت لاهم ضعیف دی او دغه هیواد د نړۍ له تر ټولو جدي بشري بحرانونو سره مخ دی.

ګوتریش زیاته کړې چې د طالبانو د محدودیتونو تګلارې، په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې، د افغانستان اقتصادي فعالیتونه او معیشت لا محدود کړي دي. دې محدودیتونو د مرستو رسول او اړمنو خلکو ته لاسرسی ستونزمن کړی دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا به د مارچ په ۱۷مه هم د افغانستان په اړه د یوناما د ماموریت پر اوږدولو بحث وکړي. په دې غونډه کې تمه ده چې د یوناما ماموریت، چې د مارچ په ۱۷مه پای ته رسیږي، وغځول شي.

طالبانو ویلي چې په افغانستان کې د یوناما ماموریت دوام بې ګټې دی.