خبرونهنړۍ

سوریه کې د کورنۍ جګړې دوام؛ تېرو دوه ورځو کې د وژل شویو کسانو شمېر زر تنه ښودل شوی

( کابل ټيليګراف (کب ۱۹ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

له سوریې څخه خبرونه وایي، چې په دغه هېواد کې د مؤقت حکومت تحریر الشام ډلې د ځواکونو او  دغه هېواد د مخکیني ولسمشر بشارالاسد پلویانو ترمنځ د تېرو دوه ورځو د نښتو په پایله کې زر تنه وژل شوي دي.

د را پورونو له مخې؛ په وژل شویو کسانو کې زیات شمېر عام خلک او د سوریې د مخکیني ولسمشر بشارالاسد پلویانو اړوند دي، چې په ډزو، اعدامولو او نورو ورته کړنو سره وژل شوي او په رسنیو کې یې ویډیوګانې هم خپرې شوي دي.

را پورونه وایي، چې د مګړۍ هم د سوریې په لاذقیه سیمه کې د دواړو لورو ترمنځ نښتې جریان لري.