
( کابل ټيليګراف (کب ۱۹ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د پاکستان په خیبرپښتونخوا کې د ناڅرګنده وسله والو په برید کې درې پاکستاني سرتېرې وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
را پورونه وایي، دغه مرګ ژوبله د خیبرپښتونخوا اړوند په کرمې سیمه کې په یوه امنیتي پوسته د ناڅرګنده وسله والو په برید کې نن سهار رامنځته شوې ده.
پاکستاني پولیسو دغه پېښه تائید کړې، خو تر اوسه هیڅ وسله والې ډلې د دغه پېښې مسؤلیت په غاړه ندی اخیستی.
په خیبرپښتونخوا کې تر ډیره په پاکستاني نظامیانو بریدونه د پاکستان د طالبانو تحریک غړو لخوا ترسره کیږي.