
( کابل ټيليګراف (کب ۱۹ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ خونو او سوداګرو ویلي، چې د دغه لارې د پرانیستې په موخه نن دوی خپل منځي جرګه کوي.
دوی زیاته کړې، په دغه جرګه کې به د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ خونو غړي حضور ولري او هیڅ حکومتي استازو ته په کې د ګډون اجازه نده ورکړل شوې.
د دغه خونو د معلوماتو له مخې؛ دغه جرګه به د تورخم لویې لارې د پرانیستې او دواړه لورې د اوربند په اړه بحث او خبرې اترې وکړي، چې وروسته به اړونده هېوادونو مسؤلینو سره د حل لپاره پیغامونه او خپل وړاندیزونه شریک کړي.
د یادونې وړ ده، چې له نن څخه پنځلس ورځې وړاندې د تورخم لویه لار د پاکستان لخوا د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړل شوې ده.