افغانستانخبرونه

نورستان کې ترافیکي پېښه؛ یو تن مړ او اووه نور ټپیان دي

کابل ټيليګراف، کب ۲۰ – ۱۴۰۳ لمريزکال

په نورستان کې د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې سیند ته د یو موټر غورځېدو پېښه کې یوه تن ژوند له لاسه ورکړی او اووه نور ټپيان دي.

په نورستان کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره ورځ د برګمټال په ولسوالۍ کې شوې ده.

خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه سیمه کې یو ډاډسن موټر هغه مهال سیند ته وغورځېد چې پل مات شو.

سرچېنې د معلوماتو له مخې، په دغه پېښه کې یوه تن ژوند له لاسه ورکړی او اووه نور ټپيان دي.