
( کابل ټيليګراف (کب ۲۰ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
امریکايي سناتور لیندسي ګراهام رسینو سره په خبرو کې ویلي په اوس مهال کې په اوکراین د مرستو بندل به له افغانستانه له وتلو هم بدې پایلې ولري، نوموړي خبر داری ورکړی، چې پر اوکراین د نظامي معلوماتو او سلح بندول به بدې پایلې ولري.
ګراهام د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون ته په ایشاره ویلي, چې امریکا په مستقیم ډول له طالبانو سره توافق نامه امضاه کړه چې دې کار طالبان لا قوي کړل او په پایله کې د افغانانو او نړیوالې ټولنې د دوه لسیزو لاسته راوړنې پکې له منځه ولاړې.
جمهوریت غوښتونکي سناتور ګراهام زیاته کړې تر هغې چې اوربند نه وي رامنځته شوی باید له اوکراین سره د نظامي معلوماتو او سلح د لیږ په برخه کې مرسته وشي.
تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د رسینو سره په مرکه کې ویلي و چې د اوکراین په جنګ کې بند پاتی دی او ورته ښکاري چې په هر صورت کې به اوکراین د روسېې په وړاندې روان جنګ کې ماتې وخوري
بل لوري ته د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي هم خبردار ورکړی چې د سولې په مذاکراتو کې د دې هیواد او اورپايي ټولنې څنګ ته کول به اوکراین په دوهم افغانستان بدل کړي.
ټرامپ بیا ځل واک ته تر رسیدو سره سم په اوکراین کې جنګ ختمول خپل لومړیتوب باله او په دې تړاو یې له روسیې سره د عربستان په کوربتوب د سولې مذاکرات پیل کړي، چې د اوکراین تر څنګ یې د اورپايي هیوادونه هم پکې څنګ ته کړي او په دې سره یې د اوکراین او اورپايي هیوادنو مشران په غوسه کړي دي.
اورپايي ټولنې بیا ویلي چې په یاده جنګ کې به د روسیې په وړاندې خپل د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړي.