خبرونهنړۍ

هسپانیې لس پاکستاني اتباع تروریزم سره د اړیکو په تور نیولي

( کابل ټيليګراف (کب ۲۰ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د بارسلونا پولیسو ۱۰ پاکستانیان د تروریستي ډلو سره د اړیکو او افراطي فعالیتونو په تور نیولي دي.

پولیس وایي، دا کسان یوې منظمې جنایتکارې او افراطي ډلې سره تړلي وو، چې د ټولنیزو رسنیو له لارې یې د تاوتریخوالي امرونه صادرول.

د جیونیوز د راپور له مخې، یو بل شکمن پاکستانی په ایټالیا کې هم نیول شوی دی.

له دې وړاندې په ۲۰۲۲ کال کې پنځه پاکستانیان او په ۲۰۲۳ کال کې ۱۴ کسان په ورته قضیو کې نیول شوي وو، چې د «تروریزم» سره د تړاو په تور د نیول شویو کسانو ټول شمېر ۳۰ ته رسېږي.

د راپورونو له مخې، د دې ډلې اصلي شکمن یو ۵۵ کلن پاکستانی دی، چې هویت یې نه دی په ډاګه شوی.

داسې ښکاري چې نیول شوي کسانو د ټولنیزو رسنیو د پوسټونو له لارې د «تروریستانو» ملاتړ کړی و؛ خو دا نه دي ویل شوي چې دا ډله د کومې «تروریستي» شبکې سره تړاو درلود.

نیول شوي کسان د تروریستانو سره د مرستې، د هغوی لپاره د مالي سرچینو برابرولو او د تروریستي فعالیتونو لپاره د کسانو د جذبولو تورونو سره مخ دي.