افغانستانخبرونه

غور کې ترافیکي پېښې له امله ۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

( کابل ټيليګراف (کب ۲۰ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د غور ولایت مرکز فیروز کوه ښار کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه تنه مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.

په دغه ولایت کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ دفتر ویلي، دغه پېښه د فیروز کوه ښار په پوزه لیچ سیمه کې د دوو موټر سایکلونو د جنګېدو له امله رامنځته شوې.

دغه دفتر د یادې پېښې لامل د موټر سایکل چلوونکو بې احتیاطي په ګوته کړې ده.

د سړکونو خرابوالي، ترافیکي اشارو نشتون، د چلوونکو بې احتیاطي او نه مسلکیتوب او ګن نور هغه عوامل دي، چې په افغانستان کې وروستیو کې د ترافیکي پېښو د زیاتوالی لامل شوی دی.