افغانستانخبرونه

زېلنسکي له محمد بن سلمان سره کتلي دي

کابل ټیلیګراف – ۲۱ کب ۱۴۰۳ لمریزکال

د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زېلېنسکي د سعودي عربستان له ولیعهد، محمد بن سلمان سره په جده کې کتلي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، یاده کتنه کې دواړو لوریو د اوکراین جګړې د پاېته رسولو د هڅو په اړه خبرې کړې دي.

د سعودي عربستان ولیعهد په دې ناسته کې د اوکراین دکړکېچ حل او سولې ته د رسېدو لپاره د نړیوالو هڅو د ملاتړ ژمنه کړې ده.

ټاکل شوې اوکرایني او امریکایي چارواکي نن (سه‌شنبه، د کب ۲۱مه)  په همدې ښار کې د اوکراین او روسیې ترمنځ د سولې په موخه خبرې اترې پیل کړي.