افغانستانخبرونه

روزا اوتونبایوا په افغانستان کې د یوناما ماموریت د غځېدو تمه ښودلې

کابل ټیلیګراف – ۲۱ کب ۱۴۰۳ لمریزکال

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر رییسې، روزا اوتونبایوا امنیت شورا ته د افغانستان د وضعیت په اړه راپور وړاندې کړ.

په دغه راپور کې له نړۍوالې ټولنې سره د افغانستان پر بیا یوځای کېدو ټينګار وشو خو یادونه وشوه چې دا انتخاب یې اوسنیو چارواکو ته پرېښی چې غواړي له نړۍوالې ټولنې سره یو ځای شي که نه.

روزا اوتونبایوا ټینګار وکړ چې له افغانانو ملاتړ ته ژمن دي او غواړي چې راتلونکې اونۍ یې ماموریت وغځیږي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې طالبانو د ښځو حقونه نقض کړي او تل په نړۍوالو ناستو کې په همدې موضوع نیوکه کیږي.